د پاکستان د ښوونې او روزنې په برخه کې یو فعال بنسټ وايي، په پاکستان کې لا هم د افغان کډوالو تر نیم مېلیون ډېر ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

یاد بنسټ په خپله نوې سروې کې ویلي، د پاکستان په ښارونو او کمپونو کې د ۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ ۷۵۰ زره افغان ماشومان ښوونځیو ته تللو پاتې دي او له زده‌کړو محروم دي.

په پاکستان کې د کډوالو لویه کمېشنري هم مني، چې لا هم سلگونه زره افغان ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

د پاکستان په پنجاب، سند او بلوچستان ایالتونو او خیبر پښتونخوا کې لا هم مېلیونونه افغانان اوسېږي، چې ډېری یې له زده‌کړو محروم دي.

اوسمهال د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو کې د افغانانو خپل ښوونځي فعال دي؛ خو د بېلابېلو لاملونو له مخې لا هم ټول ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.

په پاکستان کې د نیم مېلیون افغان ماشومانو د زده‌کړو د محرومۍ خبره داسې مهال کېږي، چې په روان کال کې تر ۵ سوو زرو ډېر افغانان خپل هېواد ته راستانه شول او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version