د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالي وزیر امیرخان متقي ترکمنستان ته په خپل سفر کې له گڼو ترکمني چارواکو سره په دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي امیرخان متقي د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مُردوف سره لیدلي دي.:«په دې کاري ناسته کې چې دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو یې مشري کوله د افغانستان او ترکمنستان پر دوو اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د دیپلوماتیک حضور د سطحې لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لارې احیا، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانگونې په تړاو هراړخیزې خبرې وشوې.»

د خبرپاڼې له مخې، په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترکمنستان له چارواکو وغوښتل، چې دوه اړخیزې سوداگرۍ او د توکو د لېږد کې دې ډېروالي په موخه باید افغان سوداگرو او ترانسپورتي پرسونل ته دې د ترکمنستان په وېزو کې اسانتیاوې راشي.

په خبرپاڼه کې له ترکمنستان څخه مننه شوې، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ کارکوونکو ته یې معیاري روزنه ورکړې او هیله یې څرگنده کړې چې افغان محصلانو ته دې د ترکمنستان بورسیې ډېرې شي.: «متقي صاحب د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل په تړاو د افغانستان د هر اړخیز چمتووالي په اړه پوره معلومات وړاندې کړل او هیله یې څرگنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې دواړه هېوادونه وکولی شي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل پرانیزي.»

په دغه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ترکمن لوری هڅولی چې د تورغونډۍ ـ هرات ښار او اندخوی ـ شبرغان پر لور تر مزارشریف پورې د اوسپنې پټلۍ د لیکې د غځولو په برخه کې پانگونه وکړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مُردوف هم ویلي، چې افغانستان سره یې د هېواد د سوداگرۍ ډېروالي لومړیتوب دی او هڅه کوي چې ترکمنستان ته د افغان سوداگرو او ترانسپورتي پرسونل تگ راتگ کې اسانتیاوې راشي.:«ترکمنستان به افغان محصلانو ته د برېښنا، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورت او گازو په برخه کې بورسیې ورکړې. همدارنگه ترکمنستان د ټاپي پروژې په برخه کې ډېر کار کړی او په لنډ وخت کې به د افغانستان په خاوره د ټاپي پروژې عملي کارونه پیل شي.»نوموړي ویلي، ټاپي لویه پروژه ده او ترکمنستان ته ستراتیژيک اهمیت لري.

د دوی ټیمونه هرات کې کار کوي چې د نورالجهاد سبسټېشن ظرفیت پورته شي ترڅو د هرات ښار شاوخوا سیمو ته برېښنا لا زیاته شي. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د افغانستان پر لور د اوسپنې پټلۍ غځونه یې هېواد ته ستراتیژیک اهمیت لري. ده وویل، تورغنډۍ کې د رېل پټلۍ د سټېشن د ظرفیت لوړولو طرحه نهايي شوې ده، دواړه تخنیکي ټیمونه به کار ته ادامه ورکړي ترڅو ژر یې د کار پرانیسته وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version