د افغانستان او سوېلي افريقا ترمنځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ دوهمه او برخليک ټاکونکې لوبه نن د دوبۍ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې پکې افغانستان د تېرې لوبې په څېر بيا هم سوېلي افريقا ته په لوړ توپير ماتې ورکړه او د ننۍ لوبې ترڅنګ یې ياده لړۍ هم د دوه لوبو ګټلو‌ په مخکې والي په خپل نوم کړه.

د ننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت شهيدي وګټله او د بېټ کولو په پرېکړې سره یې د رحمن الله ګربز د سليزې او عظمت الله عمرزي د چټکو ۸۶ منډو پر مټ سوېلي افريقا ته د ۳۱۲ منډو هدف کېښود، چې په تعقيب یې سويلي افريقا د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو يواځې ۱۳۴ منډې وکړې او لوبه افغانستان د ۱۷۷ منډو په ستر توپير وګټله.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان تر ټولو ښه وځلېد او د سیالې لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول، همدارنګه ننګيال خروټي بيا څلور لوبغاړي وسوځول.

د يادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې افغانستان له سوېلي افريقا د کرکټ لوبې او لوبلړۍ ګټي او په خورا سترو توپيرونو ماتې ورکوي، د يادې لړۍ درييمه او وروستۍ لوبه به د راتلونکې یکشنبې ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version