د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د ناپېژانده وسله والو له لوري د پاکستان په کراچۍ کې د داعش خراسان ډلې یوه مشر حسن د وژلو په اړه څو پوښتنې لیکلي او پاکستان ته یې د شک ګوته نیولې ده.
هغه د داعش مشر حسن د وژل کېدو په اړه خبر خپور کړی او دا پوښتنې يې مطرح کړي دي، « هغه کراچۍ کې څه کول؟ چا وژلی او څومره مهم کس و؟.»
خليلزاد همدا راز پر خپله اېکس پاڼه د حسن په اړه د المرصاد راپور شریک کړی او په تایید یې خپلې پوښتنې ورسره یو ځای کړي دي.
د داعش ډلې حسن نومی مهم قومندان او مشر پرون ورځ کراچۍ کې د ناپېژانده وسله والو له لوري وژل شوی.