افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې پنځوو کورنيو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.
له افغاني سرې مياشتې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ۲۰ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
افغاني سره مياشت د نورو وړيا همکاريو ترڅنګ وخت ناوخت د زړه سوريو ماشومانو په هېواد دننه او باندې وړيا درملنه کوي، چې په وروستيو څو کلونو کې یې سلګونه ماشومان د درملنې په موخه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي او درملنه یې شوې ده.