افغاني سره میاشت وایي، پر سوري زړه رنځ اخته ۱۵ تنه ‎ناروغان، چې په کور دننه یې درملنه ناشونې ده، په ازمايښتي ډول د درملنې په موخه هند ته استول کېږي.

د یادې ټولنې رئیس، شیخ شهاب الدین دلاور د ‎بهرنۍ درملنې په موخه د سوري زړه لرونکو ناروغانو د ازمايښتي بهیر پر پیل خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې په کور دننه هم له ۱۱ ‎روغتونونو سره د یادو ناروغانو د درملنې قراردادونه لري.

ښاغلي دلاور ډاډ ورکړی، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري په کابل کې د زړه د یوه معیاري روغتون د جوړېدو چارې تر ډېره بشپړې شوي او نږدې راتلونکي کې به یې پرانسته وشي.

د یادونې وړ ده، چې په لومړي پړاو کې درې ناروغان هند ته استول شوي او پاتې ۱۲ تنه نور به هم نږدې راتلونکي کې په بېلابېلو پړاوونو کې واستول شي

ځواب پریږدئ

Exit mobile version