د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع‌الحق خالص په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره کتلي دي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دې کتنه کې دواړو لوریو د اقلیم بدلون، نړیوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ګډون، تخنیکي همکاریو او د دوه اړخیزو چاپېریالي اړیکو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

ښاغلي خالص د اذربایجان له دوامدارو همکاریو مننه کړې او په ځانګړي ډول یې د COP_29 کنفرانس په تړاو د افغانستان د ګډون د تسهیل لپاره د یاد هېواد ډیپلوماټیکې اړیکي ستایلي دي.

نوموړي ویلي، که څه هم افغانستان COP-30 نړیوال کنفرانس ته ونه بلل شو، خو د اذربایجان ملاتړ او همکاري د ستایني وړ ده او افغان حکومت یې له هلوځلو مننه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version