د هر نظام د دوام او ثبات بنسټ پر داخلي یووالي ولاړ دی. اسلامي امارت د تأسیس له نېټې تر دې دمه په عملي توګه ثابته کړې ده چې د تصمیم نیونې واحده مرجع، منظم تشکیلات، بشپړ اطاعت او ګډ عقیدوي هدف لري. همدا یووالی دی چې د بهرنیو فشارونو، تبلیغاتي جګړې او اقتصادي بندیزونو تر څنګ یې افغان حکومت نور هم د پیاوړتیا په لور روان ساتلی دی. اسلامي امارت له پیل څخه د عقیدوي وحدت، شرعي مرجعیت او واحد مشرتابه پر بنسټ ولاړ نظام دی.
د افغان حکومت د مشرتابه د اختلاف په هکله بې بنسټه راپورونه د رسنیزې جګړې ښکاره برخه ده او هېڅ واقعیت نه لري. که رښتینی اختلاف موجود وای، نو په لویو پرېکړو، د وزیرانو په بدلون، د امنیت په تأمین او نورو مهمو مسایلو کې به یې حتماً کوم اغېز څرګند شوی وای.
د بيبيسي او ورته نورو مغرضو رسنیو راپورونه چې د افغان حکومت ځینو مخالفو څېرو خپل کاذب امیدونه ورپورې تړلي دي، د حقیقت او سیاسي تحلیل پر ځای پر نا معلومو سرچینو او خیالي انګېزو ولاړ دي.
مغرض ادرسونه هڅه کوي چې د افغان حکومت په داخل کې د اختلافاتو په اړه هغه جوړ شوی کاذب تصویر ټولنې او نړۍ ته وړاندې کړي، چې هیڅ اساس نه لري. د همدې راپورونو له لارې د افغان حکومت سیاسي مخالفین خپله سیاسي ګټه پورته کوي، تر څو لږ تر لږه په رسنیو کې ځان مطرح وساتي.
د اختلافاتو په اړه د مغرضو رسنیو راپورونو ته د پرځېدلي جمهوریت دوو چارواکو، حلیم فدایي او کبیر حقمل هم غبرګون ښودلی، دوی د افغان حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلاف شتون ناسم برداشت بولي. دوی په ښکاره ویلي، چې د افغان حکومت پر ضد دا ډول راپورونه نه یوازې دا چې بې اساسه دي، بلکې د افغان حکومت صف نور هم منسجم او پیاوړی کوي.
ټولو ته جوته ده چې مصنوعي او بې بنسټه نظامونه د اختلافاتو په لومړیو څپو کې نړېږي، خو برعکس افغان حکومت نه یوازې دا چې پر خپل ځای پاتې شوی، بلکې اداري جوړښت، امنیتي کنټرول او واحد مرکزیت یې ورځ تر بلې نور هم پیاوړی کېږي.
خو برعکس، د افغان حکومت مخالفین له ژورو او بنسټیزو اختلافاتو سره مخ دي. یاد مخالفین په تېرو څلورو کلونو کې په دې ونه توانېدل چې په یوه ګډ لرلید، سیاسي هدف او لږ تر لږه په یوه واحد دریځ سره راټول شي. دا ناکامي تصادفي نه ده، بلکې د یادو مخالفینو ترمنځ د ګټو د تضاد او ژور فکري اختلاف ښکاره پایله ده. شعوري مخالفین حتی په حساسو شېبو کې هم په دې ونه توانېدل چې پر یوه ټغر سره راټول شي.
افغان حکومت، سره له دې چې له میراثي بحرانونو، نړیوالو بندیزونو او تبلیغاتي جګړې سره مخ دی، د داخلي یووالي ساتنه یې د زور پر ځای د واحد فکر، ګډ شرعي هدف او بشپړ اطاعت پر بنسټ کړې ده. دا هغه عناصر دي چې شعوري مخالفین ترې بې برخې پاتې شوي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
