د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې نن یکشنبه د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلې د درې اړخیزې شل اوریزې لوبلړۍ پایلوبه کې سره مخامخ کېږي.
د معلوماتو لهمخې، یاده سیالي د متحده عربي اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت ماښام ۷:۳۰ بجې ترسره کېږي.
افغانستان او پاکستان تر دې مخکې په یاده لوبلړۍ کې دوه ځلې سره مخ شوي، چې یوه لوبه پاکستان او بله افغانستان ګټلې ده.