اسوشټېد پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کېیف د نن سهار په تازه توغنديزو او ډرون بريدونو کې د دغه هېواد ولسمشرۍ ماڼۍ په نښه کړې.
سرچينې ويلي، په بريد کې د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې برخې اور اخيستی او لوګي ترې پورته کېږي.
په ياد بريد کې تر دا مهاله د دوه کسانو د وژل کېدو او ۱۵ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.