محمد فیصل

افغانستان د خپل ځانګړي جغرافیوي موقعیت له امله داسې ځای کې پروت دی چې د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا تر منځ د نښلوونکي پُل حیثیت یې غوره کړی.د افغانستان دغه موقعیت افغانستان په سیمه کې ډېر مهم ګرځولی او له اقتصادي لارې کولی شي چې د سیمې په ثبات او سیاسي نږدېوالي کې مهم رول ولوبوي.

ځینې هغه مهمې پروژې چې له شتمنې منځنۍ اسیا څخه فقیرې جنوبي اسیا ته تېرېږي، پرته د افغانستان له همکارۍ شونې نه دي.دغسې یوه لویه پروژه د ټاپي TAPI ګازو نللیکه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته رسوي.د TAPI مطلب ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند دی چې د هېوادونو د نومونو له لومړیو تورو څخه راخیستل شوی دی.

ترکمنستان په افغانستان کې له تحول وروسته په هغو هېوادونو کې وو چې واک د طالبانو له رسېدو سره یې ډېر حساسیت و نه ښود او د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر له لومړنیو بهرنیو چارو وزیرانو څخه وو چې افغانستان ته یې په لومړیو کې سفر وکړ.رشید مرادوف د افغان حکومت له واک ته رسېدو وروسته په درېیمه میاشت کابل ته راغی او د سفر اجنډا کې یې د ټاپي پروژې مهم ځای درلود.

د ټاپي پروژه له مهمو او د سیمې نښلوونکې پروژو څخه ده چې افغان حکومت یې د امنیت نیولو له پاره سینه ډبولې. د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په ۲۰۲۱ کال کې ویلي وو چې د یادې پروژې امنیت به ساتي.له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې هم هغه مهال چې طالبان په جګړه بوخت وو، نو دوی یې د امنیت ټینګولو خبره کړې وه.

ټاپي پروژه چې د پایپونو له لارې طبیعي ګاز تر هنده رسوي، تر اوسه یې یوازې په ترکمنستان کې چارې ترسره شوي او د افغانستان چارې بشپړې شوي نه دي.دغه پروژه څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې اسیایي پرمختیایي بانک یې مهم مالي ملاتړی دی.

د دغې پروژې له لارې، له ګاز ترلاسه کولو ور اخوا، افغانستان هر کال پینځه سوه میلیونه ډالر ټرانزټ فیس ترلاسه کوي چې د افغانستان د اقتصاد په جوړولو کې به مهم رول ولوبوي.تمه کیږي د افغان حکومت د هڅو په پایله کې به د ټاپي پروژې چارې ژر پېل شي.ترکمنستان ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په پروني سفر کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په ټاپي پروژې هم خبرې شوي دي.

افغان او ترکمن حکومتونه چې ښه دوستي او نږدې اړیکې لري، کولی شي چې په ګډې همکارۍ دغه پروژه تر پاکستانه ورسوي.ترکمنستان له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغان حکومت مخالفینو ته یې ځای ورکړی نه دی او تمه ده چې نږدې راتلونکي کې به په ترکمنستان کې افغان سفارت هم ژر فتحه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version