په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر پر غزه د سرائیلو د بریدونو له پیل څخه تر دې وخته، چې کابو درې نیمې میاشتې کېږي، د ترسره شویو بشر ضد کړنو په اړه بشپړ راپور خپور کړیدی.

د اسرائیلو یرغلګرو ځواکونو لخوا د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د اکتوبر په ۷ مه نېټه د غزې په تړانګه سخت ځمکني او هوایي بریدونه پیل شول، چې تر دې مهاله د صهیونیستي پوځیانو لخوا په دغه تړانګه کې ۷۰ زره ټنه بمونه غورځول شویدي.په راپور کې ویل شوي دي، چې په یادو بریدونو کې ۱۹ ډوله بشر ضد کړنې ترسره شویدي.

په راپور کې راغلې دي: ” په یاده موده کې د اسرائیلو اشغالګرو ځواکونو لخوا نږدې ۳۰ زره بې دفاع ولسي وګړي وژل شوي، چې زیاته برخه یې ماشومان او مېرمنې دي”په راپور کې یادونه شوې، چې د اسرائیلي پوځیانو لخوا ۲ زره ۶ سوه عام فلسطیني وګړي هم نیول شوي، چې ورسره د بشر ضد کړنې ترسره شوي او دوی ته سختې شکنجې ورکړل شوېدي.د غزې د حکومت د رسنیو دفتر ویلي، چې د دغې جګړې له امله ۲ میلیونه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د اسرائیلي پوځیانو لخوا ډیر کله ښځو او ماشومانو څخه د جامو په وېستلو هغوی ته سپکاوی شویدی.

د غزې حکومت زیاته کړې، چې تر دې دمه کابو ۳۰۰ میلیونه نغدې پیسې، سره زر، زیورات او نور قیمتي وسایل د فلسطینیانو د تېښتې یا توقیف پر مهال د هغوی له کورونو او یا د فلسطین له ادارو څخه غلا شوي دي.اشغالګرو ځواکونو په دې جګړه کې تر ۵۰۰ زیات جوماتونه او کلیساګانې، له ۳۰۰ څخه زیات پوهنتونونه او ښوونځي، له ۳۶۰ زرو څخه زیات د استوګنې کورونه، تر ۲۰۰ ډېر د زرګونه کاله تاریخ لرونکې سیمې او د غزې ۳۵ روغتونونو څخه ۳۱ روغتونونه یې بمبار کړیدي. اسراییلي اشغالګرو په همدې موده کې پر ملکي سیمو ۷۰ زره ټنه ممنوع فاسفورس او کلسټر بمونه غورځولي، چې لویې سیمې یې ویجاړې کړې دي.

افغان حکومت د اسرائیلي اشغالګرو لخوا پر غزه او د فلسطین په نورو سیمو بریدونه سخت غندلي او د دوی دغه بشر ضد کړنې یې غیر انساني بللې دي.یو شمېر نورو هېوادونو هم د اسرائیلو بریدونه غندلي دي او د دوی کړنې یې د نسل وژنې په مانا بللې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version