افغان حکومت په ایران کې د شوې پیښې په اړه د خواخوږۍ اعلامیه خپره کړه.

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیالۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په دې پیښه له زړه خفه دي او د تسلیت مراتب یې وړاندې کړي دي.

“موږ په دې ویرجنې پېښې خواشیني یو، ارواښاد سید ابراهیم ریيسي او مل پلاوي ته یې له پاک رب څخه د مغفرت دعا کوو، د هغوی کورنیو، د ایران اسلامي جمهوریت ملت او دولت ته د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو.

اسلامي امارت په دې غم کې له ورور او دوست هېواد د ایران اسلامي جموریت ترڅنګ ولاړ دی.

“د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د چورلکي تر سقوط وروسته په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي وو: “په دې سخت وضعیت کې د ورور او ګاونډي ایران له حکومت او ملت سره ولاړ یوو او هیله لرو غمجن څه پېښ نشي”د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هغه چورلکه چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي یې لیږدوه، د ایران ختیځ اذربایجان کې لویدلې وه.

له رئیسي سره د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او نور لوړ پوړي چارواکي هم وو چې ټول وژل شوي دي.

د هوا د خرابوالي له امله د ژغورنې عملیات له خنډ و ځنډ سره مخ شوي ول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version