لیکوال: اېمل پښتون

ژورنالېزم ټولیزوالی یا عمومیت رامنځته کوي، ټولنه څاري او پایلې یې بېرته ټولنې ته وړاندې کوي، چې په دې ډول سره یوه ټولېزه رښتینولي یا حقیقت راجوړوي.

ژورنالېزم هغه څانګه ده، چې د پېښو په باره کې یوازې او یوازې لوڅ، لغړ، بربنډ، او څرګند حقیقت وړاندې کوي.

مانا دا چې ژورنالېزم رښتینولۍ ته هېڅ ډول رنګ نه ورکوي، بلکې په خپله آر (اصلي) بڼه یې ولس ته وړاندې کوي.

د دولتي کارمندانو کړه وړه څاري، د سیاسي او دولتي کړیو کړه وړه او تصمیمونه ملت ته په روانه، ساده او څرګنده ژبه ژباړي او د ملت غږ دولت ته رسوي.

یوازینی ځواک چې ولسي وګړي او سیاستوال د ولس په مخ کې له یو بل سره مخ په مخ کېنوي، هغه ژورنالېزم دی.اوسنی ژورنالېزم د سیاست لارښود او رهبر دی، یا خو سیاست دی او یا د سیاست لپاره د زمینې مساعدول دي.

او همداسې سیاسي جنګ په خبرو کېږي. که یوه وړه ډله، رسنۍ په واک کې ولري، په ډیرې اسانۍ سره کولی شي، عامه ذهنيت تر خپل اغېزې او کنټرول لاندې راولي.یو بشپړ ملت دې له یوه خونړي لښکر څخه چې له زرګونو تکړه سرتېرو څخه جوړ شوی وي، دومره نه ډارېږي، لکه: له څلورو ورځپاڼو څخه چې د هغه مخالفې وي.

دا نرم ځواک دی، ذهنونو ته سرایت کوي، عام فکرونه یو پر بله اړوي، نرم ځواک په سیاسي موخو کې، د جنګ او ناامنۍ اور ته لمن وهي، ثبات او پايښت ته زيان اړوي، د نظام د ځپلو او متزلزل کولو له پاره کار کوي، کوچنۍ تېروتنه مايکروسکوپ ته ورکوي او عامه ذهنيتونو ته ترې غر جوړوي، دا ټول په اصل کې د هغه رسنیو ځانګړنې دي، چې صراحتاً جنګ ته کار کوي.

رسنۍ کولای شي خلک د تورو شپو په بلا ګانو ووېروي، او همدارنګه رسنۍ کولی شي د تورو شپو بلاګانې د ونو سايې معرفي کړي.په نړۍ کې ژورنالېزم د سیاست په لومو کې حصار دی او د سیاسي موخو لپاره کارول کېږي.

نو سوال دا دی چې آیا په داسې حال کې به ژورنالېزم وده وکړي؟ټکنی به شي او که په ټپه به ودرېږي؟ژورنالیزم به وده وکړي، تر داسې حده چې حتی د کورنۍ غړي به يې يو د بل پر وړاندې استعمال کړي. خاوند د ښځې پر وړاندې، پلار د زوی او ورور د ورور پر وړاندې، چې دا به بیا د نړۍ د انسانانو پر وړاندې یو جدي ګواښ وي.

د ځمکې پرمخ به داسې ځای نه شي پاتې، چې له نرم ځواک څخه پکې خلاصون ومومئ! رسنۍ پر ذهنونو واک چلوي او له سترګو تېرېدونکي هر شی په ذهن اثر پرېباسي، کېدای شي په يوه کوزه کې يوه اندازه زهر توی کړئ، او د کوزې په وینځلو د زهرو اغېز له منځه يوسئ، مگر هغه څه مو چې په ذهن کې ځای لري، ښه یا بد، پر تاسې به واک چلوي او هېڅکله به ونه توانېږئ، چې له هغه څخه خلاصون ومومئ.

د سیاست د رقابت په دې میدان کې به هغه هیوادونه ډېر ځلېږي، چې د نرم ځواک لپاره پراخ وسائل لري او له هغې د استفادې لپاره اوږدمهالی پلان لري، په راتلونکي کې به ژورنالېزم پر داسې یو ځواک بدل شي، چې د حکومتونو فیصلې به وربدلولی شي.

نړۍ ځينې داسې هېوادونه هم لري، چې د رسنيو کنټرول او څار پکې ډير دقيق وي، خو زموږ په څېر ځينې هيوادونه بيا داسې دي، چې رسنۍ پکې د نورو د اهدافو تحقق له پاره کوي، د پردي فکر او کلتور تر څنګ هغو سکروټو ته لمن وهي، چې زموږ د ورانۍ او د نورو د ابادۍ ضامن وي.

کومې رسنۍ او اشخاص چې له خارج څخه نشرات کوي لکه: … د افغانستان هېڅ واقعيت په خپلو خبرونو او مرکو کې نه را اخلي، بلکې يوازې د شته حکومت و نظام بدنامول او د افغانستان نا امن ښودل د دوی کار دی.

نو پر وړاندې يې بايد پراخ رسنیز ځواک په کار واچول شي، تر څو ټولنه يې له پاشلو زهرو څخه پاکه او شوم اهداف یې ټولنې او ملت ته څرګند کړو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version