د کورنیو چارو وزارت ویاند، مفتي عبدالمتین قانع وایي، د دغه وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر رئیس، مولوي حسیب الله احمدي د یوه پلاوي په مشرۍ اندونیزیا ته په سفر ولاړ.

ښاغلی قانع زیاتوي چې دې پلاوي کې د یاد معینیت یو شمېر رئیسان او د عامې روغتیا وزارت مسؤلین شامل دي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې یاد پلاوی به د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د ګډو هڅو په هدف جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version