د شهید سردار محمد داود خان روغتون ډاکټرانو او متخصصینو په بریالیتوب سره د (Hydotit cyst)دماغي عملیات کړي دي.

د یاد روغتون ډاکټران وايي، د فاریاب اوسېدونکی غلام نبي چې له ډېرې مودې راهیسې د(Hydotit cyst)په ناروغۍ اخته و په پاکستان کې يې يو ځل جراحي عملیات شوي وو؛ خو پايله يې د قناعت وړ نه و.:«د شهید سردار محمد داود خان روغتون د عصبي جراحۍ څانگې د ډاکټرانو او متخصصینو لخوا د ډاکټر محمد حسن “صاحبي” تر څارنې لاندې د (Hydotit cyst) د ایستلو عملیات په بریالیتوب سره ترسره کړل. د یاد ناروغ روغتیایي وضعیت د قناعت وړ او مخ په ښه کېدو دی.»

اوسمهال په هېواد کې د افغان متخصصیو ډاکټرانو له لوري گڼ پېچلي عملیات هم کېږي.

د روغتیا برخې کارپوهان وايي، افغان حکومت باید دولتي او خصوصي روغتونونه مجهز، افغان ډاکټرانو ته په بهر کې او کور دننه د تخصص پروگرامونه پیل او عصري طبي وسایل وارد کړي، چې د گاونډیو هېوادونو څخه د افغان ناروغانو مخ واوړي او په کور دننه خپله درملنه وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version