Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»الجزایر په رسمي ډول له متحده عربي اماراتو سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې
    نړۍ

    الجزایر په رسمي ډول له متحده عربي اماراتو سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې

    عمران آغاعمران آغا11 سپتمبر 2026څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د الجزایر بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې له متحده عربي اماراتو سره یې هر ډول رسمي او ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې.

    الجزایر ويلي، دا پرېکړه يې د اماراتو دښمنانو اقداماتو له امله کړې ده. د الجزایر چارواکو د اماراتو سفیر ته د هېواد پرېښودو لپاره ۴۸ ساعتونه مهلت ورکړی او خپل هوايي حریم يې د اماراتو ټولو پوځي او ملکي الوتنو پر مخ تړلی دی.

    له بلې خوا، د اماراتو بهرنیو چارو وزارت د الجزایر پر دې پرېکړه خپګان ښودلی، خو هیله یې ښودلې چې دا به یوه موقتي پرېکړه وي او د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ به د ورورولۍ اړیکو ته زیان ونه رسوي.

    د اماراتو ولسمشر سیاسي سلاکار انور قرقاش هم ویلي، چې ډیپلوماټیکې اړیکې باید د حواسو، روښانه لید او متقابلو ګټو پر بنسټ پرمخ یووړل شي، نه دا چې له کورنیو ستونزو څخه د خلکو پام اړولو لپاره ترې کار واخیستل شي.

    د یادونې وړ ده چې د الجزایر او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې له پخوا راهیسې د یو شمېر سیمه‌ ییزو او سیاسي مسایلو له امله ترینګلې وې.

    د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو څخه یوه له اسرائیل سره د اړیکو عادي کول دي.

    متحده عربي امارات د ابراهیمي تړون ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې الجزایر له دغه بهیر سره مخالفت لري.

    همداراز، متحده عربي امارات په لوېدیځه صحرا کې د مراکش له دریځ څخه ملاتړ کوي او هلته یې قونسلګري هم پرانیستې ده، خو الجزایر بیا د پولیساریو جبهې ملاتړ کوي.

    تر دې وړاندې هم د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون، متحده عربي امارات سیمه کې پر منفي او خونړیو لاسوهنو تورن کړی و.

    مخکینۍ مقالهد مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي
    راتلونکي مقاله افغان او ترکمن چارواکو پر سرحدي اړيکو او همکاريو خبرې کړي

    مربوطه لیکنې

    د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په موخه د ټرمپ استازی روسیې ته ورسېد

    21 اکتوبر 2026

    ملګرو ملتونو په اروپا کې د لاریونوالو پر وړاندې د زور پر کارولو اندېښنه ښودلې

    21 اکتوبر 2026

    پوتين امريکا او چين ته د اوکراين جګړې د پای ته رسولو په اړه د درې اړخيزې غونډې وړانديز کړی

    19 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 23 اکتوبر 2026

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    22 اکتوبر 2026

    د هېواد محاکمو په تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې ۱۵۰ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    22 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن جمعې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    23 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    22 اکتوبر 2026

    د هېواد محاکمو په تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې ۱۵۰ زره قضيو ته رسېدنه کړې

    22 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،148 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.