محمد فیصل

الجزیرې په افغانستان کې د همه شموله حکومت جوړېدو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.د مقالې لیکوال وایي، نه طالبان او نه د افغانستان خلک غواړي چې واک له جنګسالارانو او مخکنیو مفسدو چارواکو سره شریک شي.لیکوال عبیدالله بهیر وایي، په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان له امریکایي یرغل او د بن له کنفرانس وروسته چې په افغانستان کې نوی حکومت جوړ شو، نو تبعید شویو او مخکنیو جنګسالارانو ته د واک شریکولو یو نوی پېل او فرصت په لاس ورغی، خو دغه همه شمولیت جنګسالارانو ته د دوی له جرمونو څخه معافیت ورکړ او د دولت جوړونې هڅې ناکامې شوې.لیکوال وایي، دغه جنګسالارانو له طالبانو سره د سولې فرصت هم له لاسه ورکړ.د لیکوال په وینا، په طالبانو د همه شمولیت له پاره فشار راوستل د یو بل بن د تجربې د تکرار هڅه ده.”د افغانستان خلک په افغانستان کې د جنګسالارۍ له بېرته راتګ څخه وېره لري.”په هغو تښتېدلو جنګسالارانو کې چې بېرته افغانستان ته راتګ او واک ترلاسه کولو ته یې سترګې نیولې دي، یو یې په جنسي ځورونې او جنګي جرایمو تورن عبدالرشید دوستم دی. بل یې عبدالرسول سیاف دی چې د افشارو په عام وژنه کې لاس لري.درېیم شخص د مړ شوي جنګسالار احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود دی چې پلار یې د کابل جګړو او د افشارو عام وژنه کې لاس درلود.له پورته یادو شويو او نورو جنګسالارانو او د تیر حکومت له مفسدو چارواکو څخه د افغانستان خلک ښه خاطره نه لري او نړیوال هم باید په امارت د همه شمولیت په نوم په حکومت کې د جنګسالارانو او مفسدو چارواکو ځایولو له پاره فشار رانه وړي، څو د بن له کنفرانس وروسته ناکامه تجربه بیا تکرار نه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version