محمد فیصل

نن د قطر پلازمېنې دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په تړاو دوه ورځینۍ غونډه جوړیږي.غونډه کې د اتلس هېوادونو استازي ګډون کوي چې موخه یې د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کول دي.د افغانستان سرپرست حکومت غونډه کې د ګډون له پاره دوه مهم شرطونه وړاندې کړي وو. یو شرط دا و چې افغان حکومت باید په غونډه کې د افغانستان د استازي په توګه ګډون وکړي. بل شرط دا و چې افغان حکومت باید د ملګرو ملتونو له مشر انتونی ګوتریش سره وګوري او خپل دریځ واضح کړي.خو پرون ناوخته د بهرنیو چارو وزارت له لوري وویل شول چې دوی په دغه غونډه کې ګډون نه کوي، ځکه چې غوښتنې یې منل شوي نه دي.نن به دغه غونډه د افغان حکومت له پلاوي پرته پېل شي. واضحه خبره ده چې د افغانستان له واقعي واکمنو پرته به دغه غونډه ناکامه او بې اغیزې وي.په غونډه کې به هغه څوک ګډون کوي چې د افغانستان له ځمکنیو حقایقو لرې او بې خبره دي او یوازې یې د رسنیو له لارې تبلیغات لیدلي او لوستلي دي.ملګرو ملتونو باید د افغان حکومت غوښتنې منلې او د “معنی لرونکي” ګډون اجازه یې ورکړې وای، څو افغان حکومت خپل دریځ او پالیسي په واضح شکل له ګډونوالو سره شریکه کړې او د هغوی اندیښنو ته یې ځواب ویلی وای.په دې ډول به دواړه لوري، هم نړیواله ټولنه او هم افغان حکومت یو تفاهم ته رسېدلي وای او ستونزې او کړکیچ به راکم شوی وای.د افغان حکومت د نه موجودیت له امله به دغه غونډه د افغانستان په وضعیت کې خاص بدلون را نه ولي بلکې د تورونو، بد ګومانیو او نیوکو لړۍ به لا پسې وغځوي چې د دې وضعیت مسؤله به نړیواله ټولنه وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version