د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې رییس خان جان الکوزي له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له پاکستان سره د افغانستان ټرانزیټ او سوداګري د سیاسي ملحوظاتو له کبله خورا کمه شوې او پر ځای یې له ایران سره راکړه ورکړه زیاته شوې ده.
ورته مهال د ایران خراسان ولایت د ګمرکونو عمومي رییس هم خبر ورکړی چې، د دغه ولایت د پولې له لارې افغانستان ته ټرانزیټ اته برابره زیات شوی دی.