اسوشیتډپرېس خبري اژانس د يوه څيړنيز مطلب په خپرولو سره وايي چې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هغه فرمان چې د پناه غوښتونکو د منلو بهیر یې ځنډولی، پکې امریکا ته د لېږدونې په طمعه هغه افغانان هم شامل دي چې په افغانستان کې یې له امريکايي پوځيانو سره د بمبارد د ځايونو په ښودلو کې مرسته کړې وه او اوس امريکا ته د تګ په هيله له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي او ناهيلي شوي.

د معلوماتو له مخې ځینې دغه کسان په البانیا، پاکستان او قطر کې پاتې دي، دوی د امریکا پوځ سره په افغانستان کې په کليو او کورونو د هوایي بریدونو په ترسره کولو کې مرسته کړې وه او د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې په جریان کې یې د موټر چلوونکو او ژباړونکو په توګه کار کړی.

سيد روشنګر له دې ډلې يو کس دی چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د چاپو پر مهال ژباړونکی پاتې شوی هغه وايي د ټرمپ وروستي فرمان یې ناهيلي زياته کړې او په خراب حالت کې د البانيا هېواد په يوه کمپ کې امريکا ته د تګ په هيله شپې ورځې سبا کوي.

ياده دې وي چې د امريکا نوي ولسمشر ټرمپ له امريکا څخه د غير قانوني کډوالو د اېستلو يو فرمان لاسليک کړ چې په ترڅ کې یې امريکا ته د تلونکو زرګونه کسانو پروازونه او د کډوالۍ کېسونه‌ هم لغوه شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version