د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې د هند حکومت پرون يکشنبه په چتيسګړ ايالت کې د يو لړ لويو پوځي عملياتو په پايله کې ۳۱ نکسل وسله وال ياغیان وژلي دي.
د معلوماتو له مخې ياد عمليات د چتيسګړ ايالت په بيجاپور ولسوالۍ کې ترسره شوي، چې د ۳۱ نکسل ياغيانو سربېره پکې دوه هندي عسکر هم وژل شوي دي.
نکسل ياغيان چې په ماويست ياغيانو هم پېژندل کېږي په هند کې له تېرو درې لسیزو راهسیې فعاليت لري او وايي د قبايلي سيمو د خلکو د حقونو لپاره مبارزه کوي.