د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي، ملا عبدالغني برادر د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي ادم‌ بولر او د افغانستان لپاره د امريکا د پخواني استازي زلمي خليلزاد سره کتلي دي.

د سرچينې په خبره امريکايي پلاوي د افغانستان په اقتصادي برخه کې شوي پرمختګونه ستايلي او د امریکا او افغانستان ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او تعامل ټینګار کړی.

د ټرمپ د بندیانو چارو ځانګړي استازي د افغانستان او امریکا ترمنځ د بندي اتباعو د تبادلې خبره هم کړې ده.

دې لوړپوړي امریکايي پلاوي افغانستان سره په اقتصادي برخه کې خپله همکاري هم په ډاګه کړې او په خبره یې چمتو دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

ياد امريکايي پلاوی نن افغانستان ته راغلی او تر دې وړاندې یې د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي سره هم کتنه ترسره کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version