ګارډين ورځپاڼه په يوه راپور کې وايي، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل نږدې ملګري، سیاسي او رسنيز فعال او د اسرائيلو د قوي ملاتړي چارلي کرک‌ له وژنې ۴۸ ساعته وروسته د فاکس اېنډ‌ فرېنډز ته ويلي، چې هيله لري د کرک‌ قاتل ژر تر ژره اعدام شي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې زياته کړې، چې په کرک یې مرګ نه وه پېرزو او په خبره یې ياده پېښه ورته ډېره د حيرانتيا وړ وه.

هغه ويلي «زه د کرک په وژل کېدو سخت خواشينی يم او هيله لرم چې ډزې کوونکي ته د اعدام سزا ورکړل شي.»

د امريکا ولسمشر ټرمپ په داسې حال کې د اعدام د سزا غوښتونکی دی، چې د دغه هېواد تر کنټرول لاندې د بشري حقونو د خونديتوب تش په نوم بنسټونه او خپله د امريکا حکومت د نړۍ په کچه د انسانانو د حقونو د خونديتوب نغارې غږوي.

له ملګرو ملتونو نيولې بيا د غرب تر ټولو حکومتونو تېر څلور کلونه د خپلو اعلاميو له لارې بار بار افغانستان کې د شرعي حدودو په تېره بيا د قصاص د تطبيق پر سر خواشيني ښودلې او غندلی یې دی؛ په داسې حال کې چې په يادو شويو ټولو هېوادونو کې په ورځني ډول لسګونه خلک اعدام او له ډول ډول نورو شکنجو سره مخ کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version