د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې امریکا او روسیه به ډېر ژر په سعودي عربستان کې د اوکراین او روسیې د جګړې د پای ته رسولو خبرې پیل کړي.

د روسيې او امريکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په دې خبرو کې له اروپايي هېوادونو سره سره اوکراين هم ګډون نه لري.

بل لور ته د اوکراین ولسمشر زيلينسکي بیا تاکيد کړی، چې د اوکراين له ګډون پرته د جګړې د پای ته رسولو خبرې بې پايلې دي او په وينا په هره پرېکړه کې بايد اوکراين ګډون ولري او خپله رايه وکاروي.

د روسیې او امريکا ترمنځ د اوکراين د جګړې د پای ته رسولو خبرې د ټرمپ او پوتین ترمنځ د چهارشنبې ورځې له اوږدې ټیلیفوني مکالمې وروسته پیلېږي چې ټرمپ ویلي و پوتین سره به په سعودي عربستان کې وګوري.

ياده دې وي چې د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت د يادو خبرو کوربتوب ته چمتووالی ښودلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version