د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د امریکا پر سیاستونو نیوکه کړې او د ټرمپ تګلارې یې تېروتنې بللې دي.

اردوغان له مالیزیا، اندونیزیا او پاکستان څخه تر سفر وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، له بده مرغه امریکا په سیمه کې ناسم حسابونه کوي او د ټرمپ روان پلانونه او تګلارې سترې تېروتنې دي.

نوموړي دغه راز ويلي، موږ باید داسې تګلاره ونه نیسو چې د سیمې تاریخ، ارزښتونه او واقعیتونه له پامه غورځوي.

هغه همداراز د اسرائیل جګړه “نسل‌وژنه” بللې او د اسلامي هېوادونو پر ګډ اقدام یې ټینګار کړی، تر څو د غزې کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version