د ډيلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، امريکايي پوليسو د سید ناصر په نوم افغانستان کې د اشغال پر مهال د امریکایي ځواکونو افغان ژباړن د روانې میاشتې په ۱۲مه نيولی او ښایي په نږدې راتلونکي کې یې له دغه هېواده وشړي.
په ورته مهال سرچينې ليکلي، چې امریکا ته د اشغال پر مهال د امريکايي ځواکونو د افغان ژباړونکو او همکارانو د لېږد د بنسټ مشر «شان وانډایور» ویلي، چې سید ناصر د جګړې پر مهال افغانستان کې امريکايي ځواکونو سره تر همکارۍ وروسته امريکا ته راغلی و او کوم جرم یې هم نه دی کړی.
راپورونه زياتوي، چې امريکایانو ياد افغان همکار د خپلې کډوالۍ کېس د مخته وړلو په موخه محکمې ته راغلی و، چې د امریکایي ځواکونو له لوري نیول شوی دی او ژر به افغانستان ته وشړل شي.