د راپورونو له‌مخې، د شمالي وزیرستان په میرعلي تحصیل سیمه کې د پاکستاني پوځ پر کاروان برید کې ۱۶ پوځیان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

فرانس‌پرس خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دغه برید کې ۱۹ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي.

د پاکستان پوځ تر دې مهاله د دې برید په اړه څه نه‌دي ويلي؛ خو د پاکستاني حکومت پر وړاندې جنګېدونکي حافظ ګل‌بهادر ډلې د دې برید مسئولیت منلی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version