د امریکا د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې په پراخه اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۱۰ تنو ته رسېدلی او په سیمه کې د نظم ساتلو لپاره د دغه ایالت د ملي ګارډ ځواکونه ګومارل شوي دي.

د راپورونو له مخې دا د تاریخ ترټولو زیات زیان اړوونکی اور ګڼل شوی چې د امریکا دویم ترټولو ستر ښار کې یې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او د اور وژنې ادارې ویلي چې تر دې دمه ۱۰ زره ودانۍ د اور خوراک شوي او په سلګونو زره خلک د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.

په سوځېدلو کورونو کې یې لويه کچه د امريکا د مشهور فلمي ستورو او سندرغاړو دي او له دې منځه يو کور د فلمي ستوري جيمز‌ ووډ دی چې څه موده وړاندې یې په يوه ټويټ‌ کې له صهیونیستي اسرائيلو غوښتي وو چې غزه په اور وسوځوي.

د اطفايي زرګونه کارکوونکي د هیلکوپټرو په مرسته د لاس انجلس په درېیو بېلا بېلو ځنګلي سیمو کې د اور په وژلو بوخت دي؛ خو تر اوسه په ډېره وړه کچه هم اور نه دی مهار شوی او په ډېر زور د پراخېدو په حال کې دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version