د امریکا راتلونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په هغه قضیه کې چې یوې ممثلې ته یې د چپ پاتې کېدو لپاره پيسې ورکړې وې، د جریمې، بند او د څارنې په ګډون له هر ډول سزا څخه معاف وي.

رویټرز راپور ورکړی چې، د محکمې د حکم له مخې، دا جرم به یواځې د ټرمپ په جرمي ریکارډ کې ثبت شي او د هغه پر وړاندې به هیڅ ډول عملي اقدام نه کیږي.

دا حکم داسې مهال کېږي چې، ټرمپ د روان کال د جنورۍ پر ۲۰مه د ولسمشر په توګه د لوړې مراسمو ته پر چمتووالي بوخت دی او ټاکل شوې چې په رسمي ډول د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړي.

یادې قضیې په رسنیو او عامه افکارو کې پراخ غبرګونونه راپارولي. چې ډېر خلک یې د لوړپوړو اشخاصو پر وړاندې د عدالت او شفافیت لپاره یوه ازموینه بولي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version