د کرنټ رپورټ رسنۍ د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت د «لوکاس» په نوم یوه نوې بې‌پیلوټه الوتکه معرفي کړه، چې د ایراني شاهد-۱۳۶ ډرون تقلید یا ورته‌ والی پکې له ورايه لیدل کېږي.

د «Defence Blog» په نوم د امریکایي نظامي ویب‌پاڼې د راپور له مخې، دا ډرون پرون پنجشنبه ماښام مهال د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په انګړ کې د امریکا د دفاع وزیر «پیت هګسېت» په شتون کې معرفي شوه.

سرچينه وايي دا نوې الوتکه د «SpektreWorks» په نوم یوې امریکایي کمپنۍ چې په آریزونا ایالت کې موقعیت لري، جوړه کړې ده.

ياده دې وي، چې اوس مهال د ایران شاهد ډرون په نړیواله سطحه تر ډېره کاپي شوې ډرون الوتکه ده، چې د خپل کم مصرف او اوږد واټن وهلو سره مرګوني تلفات اړوي او له چین، تایوان، روسیې او اوکراین وروسته یې امريکا هم کاپي بڼه جوړه کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version