د حماس غورځنګ د پوځي څانګې القسام لوا وياند ابو عبيدة له څو مياشتو وروسته يو ځل بيا خپل ويډيويي پيغام خپور کړی او غزه کې د اسرائیلي رژيم پر وړاندې د روان مقاومت او جګړې په اړه یې تفصيلي خبرې کړي.

نوموړي غزه کې د وروستيو پرمختګونو اړوند ويلي، چې جنګياليو یې په وروستیو اوونیو کې څو ځله د صهيونيستي عسکرو د نيولو هڅه کړې او نژدې شوي وو؛ خو اسرائيلي رژيم د نيول کېدو له وېرې خپل عسکر په ډله‌ييزه توګه وژلي دي.

ابو عبيدة زياته کړې چې د دوی روان عملیات د غزې له شمال او ختیځ (بیت حانون، جبالیا) څخه پیل، بیا د غزې مرکزي سیمې (التفاح، الشجاعیه، الزیتون) څخه تېر، تر خان یونس او رفح پورې پراخ شوي او په وينا یې دا مبارزه د اوسني عصر ستره نظامي مدرسه ګرځېدلې ده.

نوموړي د غزې ولس او ټول اسلامي امت ته ډاډ ورکړی، چې د غزې د مبارزې ټول جنګيالي د صهيونيستي اشغالګرو پر وړاندې اوږدې جګړې ته چمتو دي او زياته کړې یې ده، «موږ هر ډول برید ته تیار یو، مجاهدینو ژمنه کړې، چې یا به دښمن ختموي یا به په شهادتونو رسېږي.»

ښاغلي عبيدة خپل جنګ یو اصولي موقف بللی او زياته کړې یې ده، «روانه جګړه زموږ مشروع حق ديني او ملي مکلفیت دی، موږ له قتال پرته بل هېڅ اختیار نه‌ لرو. زموږ وسلې کمزورې او کمې دي؛ خو زموږ د مجاهدينو ایمان او عزم پياوړی دی.»

هغه همدا راز د خپلې جنګي ستراتيژۍ اړوند ويلي، چې اوسنی پلان یې دا دی، چې صهيونيستي عسکرو ته مرګ‌ ژوبله واړوي، له صفر فاصلې څخه ځانګړي بریدونه ترسره کړي او د صهيونيستي عسکرو د اسیرولو هڅې روانې وساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version