اسوشتيد پريس خبري اژانس وايي امریکا پرون چهارشنبه په غزه کې د اوربند د غوښتنې په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا پرېکړه ليک رد کړ.

د ياد اژانس د راپور له مخې د ملګروملتونو د امنیت شورا د پنځلس غړو له ډلې یوازې امریکا دا پرېکړه‌‌لیک نه‌‌دی منلی، حال دا چې لویو متحدانو یې، لکه بریتانیا او فرانسې پرېکړه‌‌‌‌لیک ته مثبته رایه ورکړې ده.

د څه باندې يو کال راهیسې صهيونيستي اسرائيلو په غزه کې د عامو وګړو نسل وژنه روانه کړې خو؛ د دې تېري د مخنيوي لپاره تر اوسه کومه نړيواله هڅه نه ده شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version