تسنیم خبري اژانس غزه کې د روغتیايي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، د غزې ښار په شمالي سیمې «کمال عدوان» روغتون ته څېرمه صهیونیستي اسرائیلو د «شیخ رضوان» پر کلي هوایي بریدونه کړي چې له امله یې ۷۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او ۱۰۰ نور ټپیان شوي.

د سرچیني د معلوماتو له‌مخې په ژوبلو او شهیدانو کې ډېره برخه ښځې او ماشومان دي. سیمه کې لا هم د ژغورنې هڅې روانې دي کېدای شي د مرګ‌ژوبلې شمېره نوره هم لوړ شي.

پر غزې ښار د صهیونیستي اسرائیلو له حملې را په دېخوا د رسمي شمېرو له مخې تر ۴۳ زرو ډېر ملکي وګړي شهیدان او تر ۱۰۳ زرو زیات عام وګړي ټپیان شوي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version