د امريکا په جنوب ختيځه برخه کې د تېرې پنجشنبې له ورځې راهیسې د هيلين په نوم طوفان، سختو ورښتونو، او سېلابونو شاوخوا ۵۲ کسان وژلي ميلونونو نور زيانمن شوي او په ميلياردونو ډالر مالي زيانونه وراوښتي دي.

د امریکا غږ رسنۍ د راپور پر بنسټ ياد طوفان له فلوريډا ايالت پيل او په ساعت کې د ۲۲۵ کيلومټره په سرعت سره جورجيا، شمالي او جنوبي کاريلونا، او ټينيسي ايالتونو ته ورسېد او په دې لړ کې یې ونې له بېخه و ایستې د کورونو چتونه یې ړنګ کړل او پراخ زيانونه یې واړول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version