د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، چې د هرات صنعتي ښارګوټي د پراختیا لپاره ۵۰ زره جریبه نوره ځمکه هم ځانګړې کوي.

نورالدین عزیزي دا څرګندونې د هرات له سرپرست والي سره کتنه کې کړي؛ عزیزي په دې کتنه کې له خصوصي سکټور څخه د هرات د سرپرست والي له ملاتړ په مننې سره ویلي، هرات ولایت کې پانګوالو ته د امن فضا د دې لامل شوې، چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو پانګوال د دې ولایت صنعتي ښارګوټي ته مخه کړي.

په ورته مهال د هرات والي له پانګوالو او صنعت کارانو د هرات سیمه ییزې ادارې له ملاتړه ډاډ ورکړی او په خبره یې، د هغوی لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version