‏ د ایران د بشري حقونو د څار سازمان وايي د ایران د شېراز په عادل اباد مرکزي زندان کې د دوو افغان وګړو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي دي، چې له دې سره په تېرو دوو اوونیو کې په دغه زندان کې د اعدام شویو بندیانو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

ياد سازمان همدا راز ډېروي چې د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي، چې دا د تېرو څو کلونو پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي، دوه کاله مخکې په ایران کې ۱۶ افغانان؛ خو تېر کال ۲۵ افغان وګړي اعدام شوي وو.

د ياد سازمان د معلوماتو له مخې اعدام شوي وګړي په قصدي قتل او د نشه يي توکو پر قاچاق تورن وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version