رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه خبر ورکړی چې د امريکا په «يوتا» ايالت کې د يوې کورنۍ پنځه غړي چې یوه جوړه او درې ماشومان چې عمرونه یې ۲، ۹ او ۱۲ کلن پکې شامل دي په مرموز ډول وژل شوي، او د همدې کورنۍ يو غړی ۱۷ کلن هلک بيا ټپي دی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

رويټزر ليکي چې یوه امریکايي چارواکي رسنیو ته ویلي، له دې پېښې وړاندې هم سږ کال په دغه ښار کې یواځې ۴ قتلونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د امریکا د ویسکانسن ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله د وسله‌وال بریدګر په ګډون درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version