د روسي استخباراتو پوځي څانګې خبر ورکړی، چې د یاد هېواد د وسله والو ځواکونو راډیولوژیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي څانګې مشر جنرال «ایګور کریلوف» د وژنې عامل یې نیولی دی.

د استخباراتو په وینا یاد کس ازبک تبعه دی او د اوکراین استخباراتو له خوا د دې کار لپاره استخدام شوی و.

د یادونې وړ ده چې جنرال ایګور کریلوف د تېرې سې شنبې په ورځ د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د یوې چاودنې په ترڅ کې له خپل مرستیال سره یوځای و وژل شو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version