د امریکا د پلټنو فدرالي اداره (اېف بي ای) وايي یو افغان وګړی یې نیولی، چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ یې د یوه برید د ترسره کولو پلان درلود.

د اف بي ای د معلوماتو له مخې دغه کس چې نصير احمد توحيدي نومېږي د دوشنبې په ورځ د امریکا د اوکلاهوما ايالت په اوکلاهوما ښار کې نيول شوی دی.

اف بي ای وايي توحيدي له داعش ډلې الهام اخیستی و او د دغې ډلې په ملاتړ يې د ټاکنو په ورځ پلان درلود چې په ګڼه ګوڼه کې خلک په نښه کړي، او د همدې پلان د پلي کولو لپاره یې له هغو خلکو وسلې اخيستې وې چې هغوی په پټه د اف بي ای لپاره کار کاوه.

د اف بي ای د ادعا له مخې، ۲۷ کلن توحیدي په ۲۰۲۱ کال کې د کډوالۍ په ځانګړې ویزه امریکا ته تللی و، او اوس یې د خپلو ماشومانو او مېرمنې لپاره افغانستان ته يو طرفه ټيکټ کړی وو او غوښتل یې چې له بريد وړاندې خپله کورنۍ افغانستان ته ولېږي.

د محکمې د اسنادو له مخې، نصیر احمد توحیدي ظاهرا پر انلاين د داعش اړوند تبليغات لیدلي او د داعش پلوه ټېلېګرام ګروپونو کې یې برخه اخیستې وه.

د يادونې وړ ده چې ټاکل شوې د امريکا ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکې نومبر مياشتې پر پنځمه نېټه ترسره شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version