تمیم حميدي

خبر:
رویټرز خبري اژانس د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د ځانګړې سرمفتېشې ادارې یا سیګار له خولې لیکلي چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې اړوندې ادارې له افغانستان سره د کېدونکو مرستو په اړه دوی ته قانع کوونکي ځوابونه نه وايي.

یادې ادارې زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د امریکا ۲۹۳ میلیونه ډالره لېږل شوي، خو هلته یې د لګښت په اړه کره جزیات نشته او وېره شته چې طالبانو او نورو هغو ډلو او کسانو به ورته لاسرسی پیدا کړی وي چې امریکا ناقانونه اعلان کړې دي.

د دې سرچینې په خبره، طالبانو بیا بیا هڅه کړې چې له بېلابېلو لارو چارو په ګټې اخیستنې سره دغو پیسو ته لاسرسی ومومي؛ سیګار ویلي، چې په دې اړه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې له بېلابېلو ادارو پوښتنې کړي خو د په دې اړوند یې له دوی سره کوم اسناد او مدارک نه دي شریک کړي. سیګار همدا راز زیاته کړې چې په تېرو دریو کلونو امریکا له افغانستان سره نږدې ۱۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

تبصره:
د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې سرمفتېش اداره یا سیګار چې پر افغانستان د امریکا له برید سره جوخت جوړه شوې، تل د خیالي، ناکره او درواغو شمېرو د خپرولو له کبله د خلکو او نړیوالو په منځ کې مشهوره اداره ده.

دې ادارې د تېرې جمهوري دورې پرمهال هم تر ډېره خیالي ارقام او شمېرې خپرولې او له یوې خوا یې هڅه کوله چې ځان بې طرفه اداره وښيي او له بلې خوا به یې هڅه کوله چې افغانانو د امریکا مرستو تر احسان لاندې راولي او په یو ډول به یې د افغانستان اشغال ته توجیه لټوله.

امریکا چې په تېرو شلو کلونو کې د مرستې په نوم له افغانستان سره د کومو پیسو د ورکړې ادعا درلوده یا دروغ وه او یا به دوی خپل نظامي لګښتونه چې د افغانستان او افغانانو پرضد لګول کېدل، له افغانانو سره به یې د مرستې په نوم پر افغانستان تپل.

د سیګار په څېر امریکايي ادارو په ځلونو له افغانستان سره د مرستې په نوم داسې خیالي او له حقیقته لېرې راپورونه خپرول، خو هغه مهال څوک نه وو چې د دې پیسو د کره والي په اړه ترې پوښتنه وکړي.

د امریکا د مرستې په نوم پيسې یا د دوی نظامي لګښتونه وو او یا هم هغه پیسې او امکانات وو چې دوی به خپلو قراردادیانو او نورو لاسپوڅو ادارو او اشخاصو ته ورکولې، نو امریکا ولې هغه پیسې له موږ سره د مرستې په نوم حسابوي او یا یې احسان پر افغانانو اچوي.

هغه پیسې خو په حقیقت کې د افغانستان د اشغال د دوام، له افغانانو سره د دښمنۍ په لار کې لګول کېدل، د افغانانو وینې پرې تویېدې، د هغه ټانګ، الوتکې او عسکرو تېل او مرمۍ پرې اخیستل کېدې چې عملاً له افغانانو سره په جګړه کې بوخت وو، نو دوی بیا ولې د دې پیسو احسان پر موږ اچوي؛ له دې پرته خو پر هغو پیسو هېڅ کوم داسې بنسټیز کار نه دی شوی چې څوک دې ګوته ورته ونیسي.

امریکايي ادارې اوس هم همداسې خیالې شمېرې او ارقام خپروي او عامه ذهنیتونه خرابوي، خو اوس په افغانستان کې دومره څوک شته چې د دې پیسو او خیالي ارقامو په اړه پوښتنه وکړي.

اوس سیستم موجود دی او سیستم باصلاحیته مسوول لري چې هره شېبه په اړه پوښتلی شي او په دې اړوند کره او ناکره راپورونه معلومولی شي.

امریکايي ادارې چې د ۱۸ میلیاردو ډالرو مرستې ادعا لري، دوی دا مرسته له چا سره کړې؟ څه وخت یې کړې؟ او څنګه یې کړې؟ دوی که رښتیا هم ځانونه د افغانانو خواخوږي بولي، بیا یې ولې د همدغو افغانانو رښتینې، کره او حقه لس میلیارده شتمني کنګل کړې ده؟ دوی ولې بیا پر افغانستان بندیزونه لګولي دي؟ دوی ولې بیا د افغان سوداګر پیسې غصب کړي؟ دوی ولې افغان سوداګر ته اجازه نه ورکوي چې په قانوني توګه خپله سوداګري وکړي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې د امریکا دا کاذبه او دروغجنه ادعا د لمر په څېر ناسمه ثابتوي.

هو نړۍ د بشري مرستو تر نوم لاندې له افغانستان سره څه ناڅه مرسته کوي، چې هغه هم د ملګرو ملتونو د معلومو ادرسونو له لارې لګول کېږي.

د دغو پیسو له ۶۰ تر ۷۰ سلنه یې خپلو د دغو ادارو اداري لګښتونه، معاشونه، تېل او نور لګښتونه کېږي او پاتې لږه شمېره یې هم په ځینو ځایونو کې د همدغو نړیوالو ادارو له خوا پر عامو او بېوزلو خلکو وېشل کېږي.

دا پیسې نه تر طالب پورې رسېږي او نه هم تر بل پورې او نه طالب په داسې حالت کې دی چې دوی دې دغو پیسو ته سترګې نیولې وي.

طالب اوس خپلواک او سیال حکومت دی، خپل عاید لري، مالیات لري، له نړۍ سره سوداګري لري، ګمرکونه لري او دا ټولې پیسې د پخوا خلاف په ډېره شفافه توګه راټولېږي او بېرته ترې د دولتي ادارو او کسانو لګښتونه تامنیېږي او ان یوه اندازه یې د بیارغونې پر پروژو لګول کېږي.

امریکا دې هڅه نه کوي چې په داسې بې مانا او له واقعیته ډکو ادعاوو د طالب سپینه لمن داغ داره کړي، ځکه اوس خلکو او نړۍ ته هرڅه د لمر په څېر روښانه دي او ټول په اسانۍ سره سپین له تور او تور له سپین بېلولی شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version