د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال په چنگاښ میاشت کې یې د ټول هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۶ وېش‌څانگو له لارې ۱۲۰زره او ۱۴۵ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلې دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، تېره میاشت د وېشل شوو پېژندپاڼو تر ټولو ډېرې یې په کابل کې وې، چې شمېر یې نږدې ۳۱زرو ته رسېږي. : «تر کابل وروسته په ترتیب سره، هرات کې نږدې ۹زره، کندوز کې ۸ زره او ۱۶۶، بلخ کې ۷ زره او ۸۰۰ او په ننگرهار کې ۳ زره او ۵۵۰ برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.»

د یادونې وړ ده چې د روان کال په چنگاښ میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۹زره او ۲۵۰ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

که څه هم یاده اداره د خپلو فعالیتونو د چټکېدو خبره کوي؛ خو گڼ خلک شکایت کوي چې د برېښنايي پېژندپاڼو د اخیستو لپاره په میاشتو ـ میاشتو هم نوبت نه ورسېږي.

په تېر کې د یوې برېښنايي پېژندپاڼې قیمت ۱۰۰ افغانۍ و؛ خو اوس د یوې برېښنايي پېژندپاڼې قیمت ۷۰۰ افغانیو ته لوړ شوی او په مثنیٰ پېژندپاڼه زر افغانۍ اخیستل کېږي.

په هېواد کې د عمومي بې‌وزلۍ له امله گڼ خلک شکایت کوي چې د دې ادارې فعالیتونه محدود دي او هم د برېښنايي پېژندپاڼو د قیمت د راښکته کېدو غوښتنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version