محمد فیصل
پرون د پاکستان بلوچستان ایالت سوداګریز ښار ګوادر کې د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ د مجید بریګډ څانګې بریدګرو په پاکستاني اهدافو برید وکړ.دغه برید دوه ساعته دوام وکړ چې د اته تنه بلوچ بریدګرو او څو تنه پاکستاني ځواکونو په وژلو پای ته ورسېد.
د بلوچستان د خپلواکۍ پوځ یا بي ایل ای یو له هغو بلوچ ډلو څخه دی چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کوي.بي ایل ای تر اوسه ډیر لوی او د پام وړ بریدونه کړي دي. دوی خپلو بریدونو کې په پاکستان کې په چینایي اهدافو هم بریدونه کوي.
بي ایل ای په ۲۰۰۰ میلادي کال کې جوړ شوی، خو د بلوچانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه له لسیزو راروانه ده. له پاکستان سره د بلوچستان له یو ځای کیدو سره هممهاله د بلوچستان د خپلواکۍ جګړه پیل شوې چې ځینې وخت ډیره سخته شوې هم ده.
په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان د جوړیدو پر مهال بلوچ مشرانو د خپلواکۍ اعلان وکړ، خو وروسته د پاکستاني پوځ د مداخلې له امله بلوچستان له پاکستان سره یو ځای شو.
بلوچستان اوس د پاکستان له لویو خو لږ نفوسه او له محرومه ایالتونو څخه دی.په پاکستان کې بلوچستان ایالت په اقتصادي او سیاسي لحاظ ډیر وروسته پاتې او محروم ایالت دی چې د بلوچانو په فکر پاکستان یې پرمختګ ته پاملرنه کړې نه ده.
د پاکستان د ګازو څلویښت سلنه اړتیا له بلوچستان څخه پوره کیږي.
دغه راز، بلوچستان ډیر کانونه لري، خو له دې سربیره یو بې وزله ایالت دی.
د بلوچانو د ازادۍ بیلابیل وسله وال غورځنګونو یوه موخه تعقیب کړې او هغه له پاکستانه بیلتون او د یو خپلواک بلوچستان جوړول دي.
که څه هم ځینې وختونه بلوچانو جګړه سوکه کړې، خو د پاکستاني پوځ ځینو کړنو بلوچان بیا وسله اخیستو ته اړ کړي. د بیلګې په ډول په ۲۰۰۵ کال کې پوځ په ډاکټرې شازیه خالد جنسي تیری وکړ چې ورسره بلوچ بیلتونپالو مزاحمت زیات او توجه یې جلب کړه.
د پاکستان مخکیني دیکتاتور په همدې کال بلوچستان ته ډیر پوځ واستوه څو حالات کنټرول کړي، خو وضعیت لا خراب شو او پوځ د بلوچانو نیول، ورکول او وژل پیل کړل چې وروستیو حکومتونو هم دغه لاره تعقیب کړه.
پاکستان د دې له پاره چې د پاکستان اقتصاد ښه کړي او هم د بلوچستان له کانونو څخه استفاده شوي وي، نو د چین په مرسته یې د بلوچستان ګوادر کې یې یو لوی سوداګریز مرکز پرانیست.
چین د خپلې یو کمر بند-یو سړک د پروژې سي پیک یا چین-پاکستان اقتصادي دهلیز له لارې په ګوادر کې پانګونه پیل کړه.خو بلوچان دا هم نه مني او دا د پاکستان له لوري د بلوچستان مستعمره کول ګڼي.
پاکستان د بلوچانو د ټکولو او د سي پیک پروژې اړ کړی چې بلوچستان او بیا په ځانګړي ډول د ګوادر ساتلو له پاره ډیر پوځ واستوي.
پرونی برید چې د بي ایل ای له لوري په ګوادر کې شوی، مجید بریګډ (غونډ) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پاکستان استخباراتي ادارو (ایې ایس ای او ایم ای) د غړو دفترونه یې په نښه کړي دي.
سره له دې چې پاکستان د دوه امنیتي ځواکونو د وژل کیدو خبر ورکړی، خو ګومان کیږي چې په دوه ساعته جګړه کې به ډیر پاکستاني امنیتي ځواکونه وژل شوي وي.
بي ایل ای او نور بلوچ وسله والې ډلې له پاکستانه د بیلتون او یو خپلواک هیواد جوړولو له پاره جګړه کوي.