د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی، چې امریکايي ځواکونو د اوومې پرلپسې شپې لپاره پر ایران د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.
په ورته وخت کې، د ایران پوځ ادعا کړې چې د هند سمندر په شمالي برخه کې یې یوه امریکايي بېړۍ د کروز توغندي په وسیله په نښه کړې ده.
دغه ادعاوې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي. تر اوسه امریکايي چارواکو د ایران د بېړۍ د ویشتلو ادعا په رسمي ډول نه ده تایید کړې.


