د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ملګرو ملتونو راتلونکې عمومي غونډه کې د فلسطین د خپلواکې ادارې د مشر محمود عباس په شمول د فلسطیني چارواکو د ګډون مخنیوی کړی.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې روبیو د دوی ویزې لغوه کړي؛ فلسطیني چارواکي یې د ترهګرۍ پر ملاتړ او د یو اړخیز دولت پر جوړولو تورن کړي دي.
دا لومړی ځل دی، چې امریکا د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د یو بشپړ بهرني پلاوي د ننوتلو مخنیوی کوي.
د یادونې ده، چې محمود عباس د فلسطین په لویدیځه غاړه کې د صهیونیستي رژیم په ملاتړ د فلسطیني جهادي ډلو پر ضد په اقداماتو تورن دی.
حماس د محمود عباس مشري نهمني او هغه د فلسطیني ملت پر وړاندې پر خیانت او صهیونیستي رژیم ته په کار کولو تورنوي.
هېره دې نهوي، چې نوموړی وخت ناوخت فلسطیني مقاومت ډلو ته په خپلو خبرو کې سپک الفاظ هم کاروي.