د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فېدان د دغه هېواد په پارلمان کې د وینا پر مهال ویلي، چې انقرې په بشپړ ډول د صهیونیستي رژیم د الوتکو پر مخ خپل هوایي حریم تړلی.

نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې له صهیونیستي اسرائیلو سره خپلې ټولې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پرې کړي.

فېدان ویلي، چې د صهیونیستي رژیم یرغلګر سیاست یوازې په غزه کې نه؛ بلکې په قدس، لوېدیځه غاړه، سوریه، ایران او لبنان کې هم دوام لري.

نوموړي ویلي، چې صهیونیستي رژیم په نړۍ کې د قوانینو په نوم څه نه‌پېژني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version