د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې امریکا د ۸۵۰ میلیونه ډالرو په ارزښت، پر اوکراین له درې زرو څخه د زیاتو لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پلور تصویب کړ؛ دا توغندي به په شپږو اونیو کې اوکراین ته وسپارل شي.

د راپور له مخې، د دغې پوځي مرستې لویه برخې لګښت اروپايي هېوادونو پر غاړه اخیستې ده.

ویل شوي، دغه توغندي له ۲۴۰ تر ۴۵۰ کیلومترو پورې واټن وهلی شي، چې ښايي اوکراین یې د کارولو لپاره د امریکا اجازې ته اړتیا ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version