ریانووستی خبري ژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به راتلونکې اوونۍ چین ته په رسمي سفر ولاړ شي.

په راپور کې ویل شوي، چې د روسیي او چینایي چارواکو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې له وړاندې پراخ مذاکرات پلان شوي دي.

ویل شوي، چې پوتین به په دې سفر کې د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې هم ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې ولسمشر څو ورځې وړاندې الاسکا ته په سفر تللی و او هلته یې له خپل امریکایي سیال سره د اوکراین جګړې د پای‌ته رسېدو پر څرنګوالي خبرې کړې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version