د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا واشنګټن ایالت کې د یوې بلک هاک چورلکې د راغورځېدو پېښه کې د دغه هېواد ۴ عسکر وژل شوي.

راپور زیاتوي، چې دغه چورلکه د واشنګټن په یوه کلیواله سیمه کې د «لیوسمک کورډ» ګډې پوځي اډې ته نږدې را غورځېدلې.

امریکایي چارواکو د پېښې د څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو په اړه یې د څېړنو د پیل خبر ورکړل شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version