د امریکایي رسنیو د راپورونو له‌مخې تېره شپه د امریکا د نیویارک ایالت په کوېنز سیمه کې پر یوه نایټ کلب د ډزو برید کې ۱۱ تنه ټپیان شوي، پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره شپه د امریکا په لاس وېګاس ایالت کې د ټرمپ هوټل ته څېرمه چاودنې اووه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

یاده دې وي چې، د نوي میلادي کال له پیل راهیسې په امریکا کې دغه ډول پېښې په بېساري ډول ډېرې شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version